
داسې پېلېږي
ماشومان او مور او پلار کولی شي په خپله د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته زنګ ووهي او مرسته ترې وغواړي. که ماشوم د مرستې غوښتنه وکړي، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید موضوع وڅیړي. همدا کار هغه وخت هم کېږي چې مور او پلار د مرستې غوښتنه وکړي.

هر څوک چې د یوه ماشوم په اړه اندېښنه لري او فکر کوي چې حالت یې ښه نه دی، کولی شي د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته واستوي. هغه لویان چې له ماشومانو سره کار کوي، که د یوه ماشوم په اړه جدي اندېښنه ولري، د قانون له مخې باید د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې ته خبر ورکړي.

که یو ماشوم سمدستي ساتنې ته اړتیا ولري، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید ژر اقدام وکړي. په داسې حالت کې اداره باید څېړنه هم پیل کړي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څېړنه کوي
که د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره څېړنه پیل کړي، موخه یې دا ده چې معلومه کړي آیا ماشوم مرستې یا ساتنې ته اړتیا لري که نه. کېدای شي د کورنۍ نور غړي هم مرستې ته اړتیا ولري.

د څېړنې پر مهال، د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له هغو لویانو سره اړیکه نیسي چې د ماشوم د وضعیت په اړه معلومات ورکولی شي. د بېلګې په توګه، دا کېدای شي په ښوونځي کې یو کارکوونکی یا د ورزش یو روزونکی وي چې ماشوم ورسره ډېر وخت تېروي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره له ماشوم او د هغه له کورنۍ سره خبرې کوي، ترڅو پوه شي چې د هغوی په نظر کوم ډول مرسته ورته تر ټولو ښه ده. ماشومان تل حق لري چې خپل نظر ووایي، او د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي. خو کله ناکله کېدای شي پرېکړه د ماشوم د غوښتنې سره سمه نه وي. په داسې حالت کې باید ماشوم ته تشریح شي چې ولې دا پرېکړه شوې ده.
د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره معمولاً شاوخوا درې میاشتې وخت لري چې څېړنه بشپړه کړي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې مرسته
هغه مرستې چې د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره یې وړاندې کوي، اقدامات (tiltak) بلل کېږي. یعنې اقدامات هغه مرستې دي چې ماشوم یا کورنۍ یې ترلاسه کوي. ډېری وخت دا مرسته د خبرو او مشورو په بڼه وي، ترڅو په کور کې وضعیت ښه شي او کورنۍ وکولی شي په ګډه ستونزې حل کړي.
د مرستې او اقدماتو ځینې بېلګې کیدای شي دا وي چی:
- مور او پلار مرسته ترلاسه کوي، ترڅو ځینې کارونه په بل ډول ترسره کړي او په دې توګه په کور کې د ماشوم حالت ښه شي.
- کورنۍ کولی شي له داسې یوه کس سره خبرې وکړي چې له کورنیو سره د مرستې په برخه کې کار کوي.
- ماشوم کولی شي له یوه کس سره د هغو شیانو په اړه خبرې وکړي چې ورته ستونزمن دي او د هغو شیانو په اړه هم چې ښه دي.
- ماشوم ته یو ملاتړی کس ، د ټولنیز چاپېریال کارکوونکی یا داسې یوه کورنۍ پیدا کېږي چې دې ورته کله ناکله ورشي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید له ماشوم سره خبرې وکړي، ترڅو هڅه وکړي چې د هغه لپاره مناسبه مرسته پیدا کړي. ماشوم تل حق لري چې خپل نظر څرګند ووايي، او د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره باید د هغه خبرو او نظر ته غوږ ونیسي. د بېلګې په توګه، ماشوم کولی شي په دې پرېکړه کې برخه واخلي چې له خپل ملاتړي کس (støtteperson) سره څو ځله وویني.
دا چې ماشوم په کومو پرېکړو کې برخه اخیستلی شي، دا د نورو شیانو تر څنګ په دې پورې اړه لري چې موضوع د کوم ډول مرستې یا اقداماتو په اړه ده.

کله ناکله ماشومان او ځوانان د خوندي ساتنې یا مرستې د ترلاسه کولو لپاره اړ وي چې له خپل کور څخه په بل ځای کې ژوند وکړي، خو دا ډېر عام نه دي. دې ته په بل ځای کې ځای پر ځای کېدل یا ویل کېږي. که څه هم مور او پلار له خپل ماشوم سره مینه لري، خو کله ناکله نه شي کولی د ماشوم هغه ډول پاملرنه وکړي چې ماشوم ورته اړتیا لري.

که د ماشوم عمر له ۱۵ کلونو کم وي، مور او پلار یې باید له هغو مرستو او اقداماتو سره موافق وي چې ماشوم ته ورکول کېږي. که د ماشوم عمر ۱۵ کاله یا تر دې زیات وي، نو ماشوم او مور او پلار دواړه یې باید له رضاکارانه مرستندویه اقداماتو سره موافقه وکړي.

کله چې مرسته ترلاسه کوې، د ماشومانو د خوندي ساتنې د ادارې مسؤلیتونه
کله چې ماشوم د ماشومانو د ساتنې له ادارې څخه مرسته ترلاسه کوي، اداره باید وګوري چې مرسته څنګه روانه ده او آیا ماشوم ته ګټه رسوي که نه. ماشوم هم کولی شي له خپل مسئول کس سره خبرې وکړي، که کومه پوښتنه ولري یا وغواړي د کومې موضوع په اړه ورسره خبرې وکړي.